په ميدان وردګو ولايت کې له پيښو سره د مبارزې د ادارې يو کارکوونکى شهيد شو
کابل – باختر دلړم دمياشتې ٤
په ميدان وردګو ولايت کې نن سهار له پيښو سره د مبارزې د تيارى د ادارې مالي مدير د ماين د چاودنې له امله ووژل شو.
د ميدان وردګو د والي ويندوى عطاالله خوږياڼي د باخترآژانس خبريال ته وويل: له بيړنيو حالاتو سره د تيارى د ادارې مالي مدير هغه وخت چې غوښتل يې دغې ادارې ودانۍ ته ننوځي؛ د ماين په چاودنه کې شهيد شو.
خوږياڼي وويل چې دغه ماين د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا د دغې ادارې ودانۍ ته څېرمه ځاى پرځاى شوى و.
خبرځاى زياته کړه: په دې پيښه کې نور چا ته زيان نه دى اوښتى.