ورزش

په ميدان وردګو ولايت کې دفوټبال په لوبغالي ديوه توغندي لګيدل .

کابل باختر  دمرغومي اوومه :
دميدان وردګو په ولايت کې دفوټبال په يوه لوبغالي کې پرون ديوه توغندي  دلګيدو له امله دوه تنه شهيدان او  پنځه تنه نور ټپيان شول .
دميدان وردګو ولايت ويندوى دباختراژانس خبريال ته وويل، دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ دفوټبال په يوه لوبغالي کې دتوغندي دلګيدو له امله دوه تنه ننداره کوونکي  شهيدان او پنځه تنه نور ټپيان شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، ددريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى داپه داسې حال کې ده چې  دوه مياشتې مخکې  يوه ځانمرګي يرغلګر دپکتيکا ولايت دفوټبال  په ورزشي  لوبغالي کې ځان وچاوه چې ديوشمير ننداره کوونکو دمرګ ژوبلې سبب شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته