امنیت

په ميدان وردګو ولايت کې درې تنه ووژل شول

کابلباختر د ميزان١٦
دميدان  وردګو په ولايت کې نن سهارد يوې ترافيکي پيښې له امله درې تنه ووژل شول او څلورتنه نورټپيان شول .
دميدان وردګو د والي ويندوى  عطاالله خوږياڼي ددغه خبر په تاييدولو سره باختر آژانس ته وويل :  دغه پيښه دبهسودو ولسوالۍ دلومړۍ برخې د اوونۍ په غاښي کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو کرولاموټر د زيات ګړنديتوب له ا مله له واټ څخه  ووت او چپه شو چې له امله يې د دوو ښځو په ګډون  دري تنه  ووژل شول او څلور تنه نورټپيان شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې ټپيان ډير ژر  روغتون ته وليږدول شول او دميدان
ښاردملکي روغتون د مسولينو دڅرګندونو له مخې د دوو تنو ټپيانو روغتيا يي حالت خراب دى 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته