امنیت

په ميدان وردګوکې ميرمنو ته ځانګړى تفريحي پارک پرانستل شو

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢١  :
په ميدان وردګو ولايت کې  ښځو ته يو تفريحي پارک جوړ شو.
دغه پارک د ښاروالۍ له خوا ددغه ولايت په مرکز ميدان ښارکې د ١١ زره مربع متره ځمکې په ساحه کې جوړ شوى دى. شنې ساحې، څوکۍ، رستورانت، د اوبو ډنډ او ډولي څراغونونو ددغه پارک  ښکلا زياته کړې ده .
د ميدان وردګو ولايت دښځو د چارو  رئيسې وحيدې شکلي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پارک دميدان ښار د ښاروالۍ له بودجې څخه  دڅه دپاسه ٩ مليونو ٣٠٠ زرو افغانيو په لګښت جوړشوى دى.
د ميدان وردګو والي حيات الله حيات دښځو ددغه ځانګړي تفريحي پارک جوړول ښځو او نجونو ته دتفريحي مناسبې فضا د رامنځته کولو په لاره کې مهم ګام وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته