ميدان ښار/ باختر دزمري دمياشتې ٢٦ :
د ځوانانو نړيواله ورځ پرون په ميدان وردګو ولايت کې ونمانځل شوه .
د باختر آژانس د خبرله مخې :
د ځوانانو نړيواله ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې د ميدان وردګو ولايت د يوشمېر مسوولينو او ځوانانو په ګډون د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په تالارکې ونمانځل شوه.
د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس محمد اورنګ مختار وويل
چې ځوانان بايد زده کړه وکړي او د ويوالي او پيوستون او د هېواد په پرمختګ
کې هم رول ولوبوي.
دغه راز د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل په دې غونډه کې وويل د ولايت د مقام دروازه د ځوانانو پرمخ پرانستې ده او دوى کولاى شي د خپلو ستونزو د حل کولو په خاطر دغې ادارې ته مراجعه وکړي.
دغه راز په دې غونډه کې د ځوانانو د پارلمان استازې ظريفې په خپلو خبروکې وويل: ځوانان کولاى شي د سولې په ټينګښت او د هېواد د ودانولو او پرمختګ په لاره کې فعاله ونډه واخلي.
0 1 دقیقه لوستل