فرهنګ

په ميدان وردګوکې د مشاعرې غونډه جوړه شوه

 کابل / باختر د لړم  د مياشتې  ٧  :
په ميدان وردګو ولايت کې د مشاعرې غونډه جوړه شوه .
په دې غونډه کې چې د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا جوړه شوې وه؛ په لسګونو تنه شاعرانو او فرهنګيانو ګډون کړى و.
د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس اورنګ مختار د باختر آژانس خبريال ته وويل: د مشاعرې دغه غونډه د فرهنګ او ادبياتو د ودې او د شاعرانو د هڅولو په مقصد جوړه شوې وه.
د دغې مشاعرې يو تن برخه وال خليل الله وايي: د مشاعرې د دغه شان غونډو  جوړول او په هغوکې د شاعرانو په شعرونو کره کتنه د دوى د کار د کيفيت په وده کې اغيزمن دى.
په همدې حال کې د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس وايي چې  د مشاعرې د غونډو د جوړولو لړۍ به په هرو پنځلسو ورځوکې دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته