امنیت

په ميدان وردګوکې د ماين د چاودنې او د نښتو له امله اتوتنوته مرګ ژوبله واوښته

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ١٨
په ميدان وردګو ولايت کې تېره شپه د ماين د چاودنې او نويو نښتو له امله ٢ تنه پوځيان ووژل شول او ٦ تنه نوريې ټپيان شول.
دغه پيښې د ميدان وردګو ولايت په ځينوسيموکې رامنځته شوې دي.
دميدان وردګو ولايت يو سيمه ييزمسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل: لومړۍ پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې د پوځيانو د سپرلۍ موټر په ښخ کړى شوي ماين وخوت.
په دې پيښه کې يو پوځي ووژل شو او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
په دويمه پيښه کې نن سهار په جلريز ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والوطالبانو دملي امنيت په منسوبينو بريد وکړ.
ددغه سيمه ييز مسوول دڅرګندونو له مخې: په دې پيښه کې د ملي امنيت يو کارکوونکى شهيد او درې تنه نوريې ټپيان شول .
ده وويل: د دغې نښتې په بهيرکې طالبانو ته هم د سر زيان اوښتى خو دقيق شمېر يې روښانه نه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته