ټولنه

په ميدان وردګوکې دملي پيوستون دپروګرام د اته ويشتو ټولګټو پروژوکار بشپړ شو

کابل باختر د وږي  لسمه :
د ميدان وردګو په ولايت کې يوولسو زرو کورنيو پرون دملي پيوستون دپروګرام د ټولګټو پروژو له اسانتياوو څخه ګټه  واخسته .
  دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ :
د دغو پروژو کار د ١١ مليونو ٦٣٦ زرو افغانيو په لګښت د ميدان وردګو ولايت دبهسودو  په ولسوالۍ  کې او د دغه ولايت  د مرکز ميدان ښار په مربوطاتو کې بشپړ او د خلکو د استفادې وړ وګرځيدې .
په دغو پروژوکې د څښاک د روغتيايي اوبو د څاګانو کيندل، د روغتيايي کلينکونو، محافظوي او استنادي ديوالونو، پلونو او پلګوټو او د اوبو لګولو د کانالونو جوړول، د اوبو رسولو د شبکو غځول  او د سړکونو جوړول او کريړ اچول شامل دي.
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام په ميدان وردګو ولايت کې د فعاليت له پيل څخه تر اوسه پورې ١٦١٢ کلي د پراختيايي  پروګرام تر پوښښ لاندې نيولي او په دې پريالي شوى دى چې په بېلابېلو برخوکې د ٢٢٨٧ پروژو کار بشپړ او د خلکو د استفادې وړ وګرځوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته