کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٣
دميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې پرون دملي اردو دمنسوبينو د چاڼيزو
عملياتو له امله يو شمير دښمنان ووژل شول او يوه اندازه مهمات ترلاسه شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: :
دغه عمليات دميدان وردګو ولايت دچک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوسله والو مخالفينو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد ترسره شول .سربيره پردې چې دښمن ته دسرزيان ور سيد ، شپږ فشاري ماينونه ، دوه کلاشينکوفونه او نور پوځي تجهيزات هم ترلاسه شول.
ديوبل خبرله مخې : د زابل ولايت د ده چوپان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو مخالفينو له خوا دپرسونل ضدڅوارلس ماينونه چې دوسله والو طالبانو له خوا نوي ښخ کړى شوي وو د ملي اردو دمنسوبينو دګزمې په بهير کې کشف او شنډ کړى شول .
دغه راز دفراه ولايت دبکوا ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو د منسوبينو دچاڼيزو عملياتو له امله دپرسونل ضد يوولس ماينونه کشف او شنډ کړى شول.
0 1 دقیقه لوستل