کابل باختر د وري اوومه
په ميدان وردکو ولايت کې نن دغنمو او دکرنې داصلاح شويو تخمونو دويشلو پروګرام پيل شو .
دميدانوردکو ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس انجنير فضل احمد باختر اژانس ته وويل دغه توکې چې دکرنې او اوبو لګولو وزارت له خوا برابر شوي دي په هغو نهه ويشتو زرو مستحقو اوبي وزلو کورنيو ويشل کېږي چې دسيمه ئيز شورا له خوا سروي شوي دي .
ده زياته کړه دغه راز په يو شمر بزګرانو دکرنې دسلو ټنو اصلاح شويو تخمونو ويشل هم نن پيل شول چې په هريو بزګر به پنځوس کېلوګرامه غنم اوپنځوس کېلوګرامه کېمياوي سره وويشل شي