نړۍ

په منځني ختيځ کې سخت توپان او دهواسړښت

 بي بي سي باختر دمرغومي دمياشتې  ١٨ :
په منځني  ختيځ کې دسخت ژمني توپان  د سوريې دمهاجرينو  دحالت په باب دنويو انديښنو سبب شوى دى.
ددغه توپان له امله  دمنځني ختيځ په هېوادونو کې د واورې او باران دسخت اورښت  او بادونه چليدلي دي  .
لبنان ، سوريه ، ترکيه  ، اردن او اسرائيل  او داردن سيند لويديځه غاړه او غزه  دهغو سيمو له  جملې څخه دي  چې د هوا د بدلون  تر اغيزې لاندې نيول شوي دي اوپه  دغو سيمو کې ترانسپورت  ګډوډ شوى دى. نږدي څلور زره سوري مهاجر د بقاع  په دره کې  موجود  دي او د واورې اوښت دغې سيمې ته  غزيدلې لارې تړلې دي .
دملګرو ملتو سازمان ويلي دي چې په اردن کې  دمهاجرينو دحالت په نسبت  سخته انديښنه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته