دامريکا دمتحده ايالاتو دکورني امنيت وزارت داټکل له مخې، نږدي يوولس اعشاريه پنځه مليونه تنه بهرني اتباع دمهاجرت له سندونو پرته په دغه هيواد کې شپې سباکوي .
ددي نيوزانترنشنل ورځپاڼې دخبرله مخې، ددغه وزارت مقاماتو ديورپوټ په ترڅ کې ويلي دي چې ددغه اټکل له مخې له ٢٠١٠ کال څخه تر ٢٠١١ کال پورې په دغه هيواد کې دمهاجرينو په شميرکې کوم بدلون نه دى راغلى.
په دې رپوټ کې ويل شوى دى چې دامريکا په متحده ايالاتو کې دميشتو مهاجرينو شمير له ٢٠٠٧ کال وروسته زيات شوي دي اوپه دغه هيواد کې يې دوزګارتيا کچه په نسبي ډول لوړه کړې ده .
ددغه رپوټ له مخې په سلو کې يو ديرش دغه غيرقانوني مهاجرينو هغه کسان دي چې له دغه هيواد څخه په بهرکې زيږيدلي دي او تراوسه پورې ددغه هيواد په اتباعو کې نه دي محاسبه شوي او ١٩٩٥ کال څخه مخکې امريکا ته تللي دي .
په همدې ترتيب په سلو کې ٥٥ مهاجرين د ١٩٩٥ او ٢٠٠٤ کلونو ترمنځ امريکا ته تللي دي او په سلو کې يوازې څوارلس تنه مهاجرين له ٢٠٠٥ کال څخه وروسته دغه هيواد ته تللي دي .