په مسکو کې د افغانستان سفارت د اسلامي امارت ډیپلومات ته وسپارل شو

‏کابل / د وري ۲۰ مه / باختر
نن د روسیې په مسکو کې د افغانستان سفارت د افغانستان اسلامي امارت استول شوي ډيپلومات ته وسپارل شو.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د روسيې له فدراتيف حکومت څخه مننه کړې چې د افغانستان ديپلومات ته يې باورليک ورکړ او زمينه يې برابره کړه چې افغان سفارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په تامين او په روسيه کې مېشتو هېوادوالو ته پر وخت خدماتو وړاندې کولو کې خپل رول ولوبوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان د مشروع حکومت په توګه حق لري چې له هېواده بهر د افغانستان د سياسي استازوليو مدیریت په لاس کې واخلي او نړۍ سره مسئولانه تعامل وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته