فرهنګ

په مزار شریف ښارکې زیاترو ځوانانو کتاب لوستلو ته مخه کړې ده

کابل  باختر د چنګاښ ۲۴
يه مزار شریف ښار کې زده کوونکو او محصلانو کتاب لوستلو ته زیاته علاقمندي پیدا کړې ده .
په مزار شریف ښار کې د مولانا خسته د عمومي کتابتون مسوول روشن روشنا  د باختر اژانس خبریال ته وویل چې هره ورځ دغه کتابتون ته د کتاب لوستلو لپاره څه د پاسه ۲۰۰ تنه مراجعه کوي او ورځ په ورځ د ځوانانو په تیره بیا کتاب لوستلو ته د محصلانو علامندي زیاتیږي.
ده زیاته کړه چې د مولانا خسته کتابتون په مزار شریف ښار کې په ۱۳۴۵هجري لمریز کال کې په دوو پوړونوکې جوړ شو او څه د پاسه شل زره کتابتون لري.
ده زیاته کړه چې زیاتره دغه کتابونه له نیمې پیړۍ څخه را په دېخوا دي او د ځوانانو د اړتیا  د لرې کولو په مقصد، دغه کتابتون ته د نویو کتابونو د زیاتوالي غوښتوونکی شو.
دغه راز یوشمیر محصلانو او زده کوونکو چې دغه کتابتون ته د لوستلو لپاره راغلي وو، له دې امله چې د کتاب لوستلو زمینه ورته برابره شوې ده، قدرداني وکړه او د کتاب لوستلو د ستر سالون او نجونو ته د بیل سالون غوښتوونکي شول .
په بلخ ولایت کې څه د پاسه ۳۶ دولتي او خصوصي کتابتونونه فعالیت لري.
پای ـ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته