امنیت

په مزار شريف کې د ناکامې چاودنې د عاملينو د پيژندلو لپاره د هلوځلو پيل

مزار شريفباختر د چنګاښ د مياشتې٩
د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښارکې د وروستۍ ناکامې چاودنې د عاملينو د پيژندلو او نيولو  لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
د پنجشنبې په شپه شاوخوا نهو بجوکې د مزار شريف ښار د کلالي په کوڅه کې چاودنه وشوه، هغه پيښه چې تلفات يې نه درلودل.
د بلخ ولايت د پوليسو يو مقام له باختر آژانس سره په اړيکه کې په دې برخه کې د څيړنې د پيل خبره کوي او زياتوي چې د وروستۍ ناکامې چاودنې د عاملينو د پيژندلو او نيولو  لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
تر اوسه پورې د دغې چادونې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته