فرهنګ

په مزارشريف کې د کتاب ستر دايمي نندارتون پرانستل شو

کابل باختر د وري د مياشتې ٢١ نيټه  :
دکتاب ستر دايمي نندارتون  پرون  د بلخ ولايت  په مرکز  مزارشريف ښار کې پرانيستل شو.
د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې ؛  د غه  نندارتون  د شهرکتاب په  نامه  د اتلس زره عنوانه کتابونو په لرلو سره د پنځه سوه زرو امريکايي ډالرو په  لګښت په  مزارشريف ښارکې پرانستل شو چې د کتاب لوستونکو  او د مطالعې  د مينه والو  لپاره ټول  امکانات پکې په پام  کې نيول شوي دي.
د دغه کتابتون مسوول  سيد موسى  د دغه کتابتون  د جوړولو هدف  په ټولنې او په تېره بيا د ځوانانو ترمنځ د مطالعې د فرهنګ  وده  وبلله.
د بلخ  ولايت  د اطلاعاتو اوفرهنګ ريېس صالح محمد خليق   ځوانانو او د کتاب مينه والو ته دکتاب د دغه نندارتون د جوړولو  له امله په هرکلي سره وويل:  په بلخ ولايت کې  د ځوانانو د فکري  ودې لپاره   څه ناڅه شپېته دولتي او خصوصي کتابتونونه شته .
دغه راز يوشمېر ځوانانو او محصلانو  دکتاب د دغه شان سترو نندارتونونو  د جوړولو  هرکلى وکړ  او ويې ويل   چې، دغه شان نندارتونونه د مطالعې  او د کتاب مينه والو ته فکري او فرهنګي اسانتياوې برابرې کړي  دي او د ځوانانو په فکري وده کې  مثبته اغيزه لري.
دکتاب دغه نندارتون په داسې حال کې  پرانستل  کېږي چې په هېواد کې  د معلوماتي تکنالوجۍ د سيستم او انترنټ  له پراختيا وروسته  فرهنګيان دکتاب لوستلو د فرهنګ د پيکه کېدو له امله  اندېښنه څرګندوي. پاى ج ذ  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته