په مزارشريف کې داور لګيدنې له امله دوه تنه ټپيان شول .

کابل باختر دمرغومي ا ته ويشتمه
دمزارشريف ښار دجوزجاني په تجارتي مارکيټ کې نن سهار داور لګيدنې له امله دوه تنه ټپيان شول .
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمرجنرال عبدالرزاق قادري باختر اژانس ته وويل: ددغې اورلګيدنې له امله دڅو دوکانونو مالونه له منځه تللي دي او دوه تنه دوکانداران چې ځان يې له دويم پوړ څخه لاندې وغورځاوه ټپيان شوي دي .
  قادري زياته کړه: لګيدلى اور مخکې له دې چې دمارکيټ نورو دوکانونو ته خپور شي دبلخ ولايت داور وژنې دمنسوبينو له خوا دپوليسو او دمارکيټ ددوکاندارانو په همکارۍ ووژل شو .
ددغې اور لګيدنې علت تراوسه پورې معلوم نه دى خو دوه کاله مخکې هم دغه مارکيټ دبريښنا دشارتي له امله سوځيدلى و .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته