کابل باختر د کب نهه ويشتمه
په داسې حال کې چې نوى هجري لمريز کال او دنوروز د وديز جشن ته يواځې يوه ورځ پاتي ده مسوولين دمزارشريف په ښار په افغانستان کې ددغه جشن دنمانځلو له ستر ښارکې دزياتو امنيتي تدبيرونو دنيولو خبر ورکوي .
دمزارشريف ښار اوس له ټول هيواد څخه دلسګونو زرو افغانانو کوربه دي .
داپه داسې حال کې دبلخ ولايت سيمه ئيز مسوولين وايي چې دنوروز دجشن لپاره يې ځانګړي تدبيرونه نيولي دي .
دبلخ والي عطام محمد نور باختر اژانس ته وويل چې د جشن اوميلمنو دامنيت دتامينولو لپاره پنځه زره امنيتي ځواکونه ګومارلي دي .
دبلخ دوالي د څرګندونوله مخې دغه ځواکونه په ستراتيژيکو سيمو له دې جملې څخه دمبارکي روضې شاوخوا څلور لارو او واټونوکې ځاى پرځاى شوي دي .
له بله پلوه د ٣٠٣ پامير ساحوي زون قوماندان جنرال بابه جان وايي چې دوى دپوستو په جوړولو سره دنوروز دجشن دنمانځنې سيمي مزارشريف ښار ته ټولې غزولي لاري تر څارنې لاندې لري .
دمزارشريف له ښار څخه دوروستيو رارسيدلو خبرونو له مخې امنيتي ځواکونه ددغه ښار په ټولو سيمو او دروازو کې ځاى پرځاى دي او دهيواد له نورو سيمو څخه دميلمنو راتګ دوام لري .
له بله پلوه دکورونو او دهوتلونو دخونو کرايه هم لوړه شوې ده .
جنرال بابه جان باختر اژانس ته وويل چې دوى دمزارشريف ښار د امنيت دتامينولو لپاره مسوول وسله وال کسان چې غواړي دنوروز په جشن کې ګډون وکړي هم په امنيتي کمربندونوکې بې وسلې کوي .
عطام محمد نور دغه راز په يو صوتي پيغام کې دامنيتي تدبيرونو خبره کړې ده او ويلي يې دي چې دښمنان دنوروز دجشن دګډوډولو هوډ لري دبلخ والي په دغه پيغام کې خلکو ته ډاډ ورکړ چې خپل جشن په ارامي سره ونمانځي .
ده له خلکو څخه وغوښتل چې دجشن دامنيت په تامينولو کې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي .
دنوروزجشن دکال پيل د درې زره کلن لرغونتيا سره له لرغونې زماني څخه پاتي شوي له دوديزو جشنونو څخه دي .
دنوروز دپيدايښت ځاى لرغوني اريانا ده له دې امله څلور سوه مليونه وګړي په افغانستان ، ايران او تاجکستان کې دغه ورځ نمانځي .
نوروز په افغانستان او ايران کې دنوى کال پيل بلل کېږي
په افغانستان کې نوروز دلرغونتوب له پلوه او دشاه ولايتماب دزيارت دشتون له امله خلک زياتره نوروز په بلخ کې نمانځي