کابل باختر د ثور شپاړلسمه :
په مزارشريف ښار کې دمير ولي دنجونو دليسې دنوي ودانۍ دجوړولوکار نن پيل شو .
دبلخ ولايت دپوهنې رييس قيس مهر ائين دباختراژانس خبريال ته وويل دغه ودانۍ ددغې ليسې په انګر کې دسيمې دخلکو له خوا دلسو زرو امريکايي ډالرو په لګښت په يوه پوړ کې جوړيږي .
يوه اړونده خبرځاى وويل په دې ودانۍ کې شپاړلس خونې په پام کې نيول شوي دي چې په بشپړيدو سره يې دزده کوونکو ددرسي خونو ستونزې لرې شي
مهر ائين دبلخ ولايت له پوهنپالو خلکو څخه دمنننې په ترڅ کې ددغې ودانۍ جوړول دښوونې او روزنې په وده کې يو مهم ګام وباله .
0 د یوې دقیقې څخه لږ