امنیت

په مزارشريف ښارکې د چاودنې له امله دپنځو تنو ملکي وګړو ټپي کيدل

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١٨  :
دبلخ  ولايت په مرکز مزارشريف ښارکې د چاودنې له امله ديو ماشوم په ګډون پنځه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
دغه  چاودنه دملکي وګړو دسپرلۍ په يوه ټکسي موټر شوې ده  .
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر جنرال عبدالرزاق   قادري دباختر آژانس خبريال  ته وويل  چې دغه پيښه  د  يو ګازي موټر  د  ټانکر د چاودنې  زيږنده  ده.
خوځينې   عيني شاهدان وايي چې دغه پيښه  ديو مقناطيسي بم  دچاودنې زيږنده ده .
ددغو شاهدانو دڅرګندونوله مخې :  بم   دملکي وګړو دسپرلۍ په موټر کې ځاى پرځاى شوى و.
په همدې حال کې   په  مزارشريف ښارکې ديوه  روغتيايي مرکز ډاکترانو  په دې  چاودنه کې  دڅه ناڅه دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت  خراب  وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته