په مرکزي بغلان کې د پوځيانوعملیات له سره پیل شو
کابل / د غويي ۲۶ / باختر
د درې ورځنی اوربند په پای ته رسېدوسره نن د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د ډاراچوونکوپرضد عملیات پیل شو.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند جاوېد بشارت باخترآژانس ته وویل چې امنیتي او دفاعي منسوبینونن له غرمې وروسته د دریو بجو په شا و خوا کې چاڼيزعملیات د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې پیل کړل.
هغه زیاته کړه چې په دغو عملیاتوکې وسله والوطالبانو د مرکزي بغلان روغتون ته څېرمه د سر د زیانونو په ورکولوسره له ساحې څخه وتښتېدل او امنیتي او دفاعي ځواکونه د زاړه بغلان په لور د پرمختک په حال کې دي.
هغه زیاته کړه چې دغه عملیات به له ترلاسه تللوسیمو د بیا ترلاسه کولوپورې دوام ولري.
پای-ع