کابل باختر د ثور دولسمه :
يوه ځوان هلک په بغلان ولايت کې ځان زندۍ کړ او خپل ژوند يې پاى ته ورساوه .
ددغه ځوان هلک ګاونديان وايي کله چې دده دکورني غړي ددغه دوه ويشت کلن ځوان کورته ورسيدل ده ساه ورکړې وه تر اوسه پورې ددغه ځوان دځان وژنې انګيزه روښانه نه ده او دکورني غړي يې هم په دې اړوند له زياتو څرګندونوڅخه ډډه کوي .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوي جاويد بشارت دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه ځوان دځان وژنې دڅرنګوالي دروښانولو لپاره دامنيتي مامورينو څيړنې پيل شوى دى .
دتيرې چارشنبې په شپه هم په پلخمري ښار کې يوې ځوانې ښځې دخپل ميړه ددويم واده پرخلاف غبرګون کې خپل ځان زندۍ کړ اوخپل ژوند يې پاى ته ورساوه
0 1 دقیقه لوستل