-واشنګټن – ايرنا – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٠
دامريکا اردو په مديترانه سمندرګي کې د دو الوتکه وړونکو بيړيو په درولو سره خپل شتون پياوړى کړى دى .
د رويترز خبرى آژانس دامريکا دسمندري ځواکونو دمقاماتو له خولې خبر راکړ: دغه بيړۍ دمديترانې سمندرګي ته ديو- اس – اس دوايت دى ايزدنهاور دالوتکو وړونکي بيړۍ له رسيدو وروسته په سيمه کې له اتو مياشتو زياتو پاتې کيدو وروسته به امريکا ته ستنه شي.
په مديترانه سمندرګي کې دامريکا دپوځي ځواکونو پياوړتيا دناتو دپوځي تړون له غونډې مخکې ترسره کيږي چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکي کې به وارسا ښارکې جوړه شي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ