په ماڼوګۍ کې دډار اچونې ضد عمليات په برياليتوب سره پاى ته ورسيدل .

کابل باختر دکب درې ويشتمه :
دکونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې دپوځيانو د ډار اچونې ضد عمليات په برياليتوب سره پاى ته ورسيدل .
پوځي مقامات وايي په دغو عملياتو کې په دې بريالي شوي دي چې دماڼوګي په لسګونوکلي د ډاراچوونکو له شتون څخه پاک کړي او هغوى ته ماتې ورکړي .
  دغه پوځي  عمليات په ماڼوګي  ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو ډلو دشتون اوفعاليت له زياتوالي وروسته  کابو لس ورځې مخکې پيل شول او تر نن سهار پورې يې  دوام درلود .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي  قوماندان ددغه خبر په تاييدولو سره باختراژانس ته وويل چې په دغو غملياتو کې دطالبانو اوداعشيانو څو مرکزونه دړې وړې شوي دي او پوځيان هېوادوالو ته دښه امنيت په تامينولو بريالي شوي دي .    ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته