په مالستان ولسوالۍ کې يو کوچنى هوايي ډګر پرانيستل شو .

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١
دغزني ولايت په مالستان ولسوالۍ کې دپوځي هليکوپترونو دناستې او الوتنې لپاره يو کوچنى هوايي ډګر پرانيستل شو.
دباختر آژانس دخبرله مخې : دغه کوچنى هوايي ډګر چې د جوړولو موخه يې دمالستان ولسوالۍ دپتمنو خلکو دبيړنيو او ضروري ستونزو حل کول بلل شوي دي د ٣٠ زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى دى .
دغه پيسې دملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې د مالي بودجې په لګښت جوړ شوى دى .
دغزني ولايت دمالستان ولسوالۍ ددغه ولايت يوه غرنۍ او لرې پرته ولسوالۍ ده هيله کيږي ددغه کوچني هوايي ډګر په پرانيستلو او کارولو سره ځينې بيړنۍ او عاجلې الوتنې په زيات مصونيت سره ترسره شي او د ژمي دفصل په ګډون په ضروري وختونو کې دمالستان له پتمنو خلکو سره په بيړنيو حالاتو کې مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته