کابل – باختر د تلې دمياشتې ٩
دملي امنيت دعمومي رياست موظفينو په لښکرګاه ښارکې ديوناما په دفتربريد او ددغه ښار په يوه ګڼ ميشته سيمه کې ديوې چاودنې مخه ونيوله.
دملي امنيت دعمومي رياست مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته خبرورکړ : ترورستي ډلو نيت درلود چې په چاوديدونکو توکو بار له دوو موټر سايکلونوڅخه په استفادې سره دلښکرګاه ښارته څيرمه ديوناما په دفتر او دهلمندولايت لښکر ګاه ښار په يوه ګن ميشته سيمه کې ترورستي بريدونه او چاودنې ترسره کړي چې دغه توطيې دملي امنيت دمنسوبينو له خوا شنډې او ددغه پيښو عامل دعبدالرحمن
په نامه نيول شوى دى .
په يوبل اقدام کې دملي امنيت دعمومي رياست موظفينو يوه اندازه وسلې او مهمات دهلمند ولايت دګرشک او نادعلي ولسواليو په مربوطاتو کې ترلاسه کړي دي .
0 1 دقیقه لوستل