نړۍ

په ليبيا کې دڅه ناڅه دوه سوو تنو مرګ ژوبله

طرابلس دي نيوزانترنشنل دوري دمياشتې ١٠ :

 دليبيا په جنوب صبها په ښار ګوټي کې ددريو ورځنيو قبيلوي نښتوله  امله څه ناڅه اويا تنه ووژل شول.

ددي نيوز انترنشنل ورځپاڼې دانترنټي پاڼې له خولې باخترا ژانس خبرراکړ په دې نښته کې  کابو يوسلو پنځوس تنه نور ټپيان شوي دي.

دحکومت يو ويندوى ناصر المنا په طرابلس کې په يو مطبوعاتي  کنفرانس کې وويل له دغو نښتو وروسته امنيتي ځواکونه سيمي ته استول شوي دي .

سيمه ييزو مامورينو وويل  له هغه وروسته چې دتوبوقبيلوي مشرانو  ديوسف دقبلي ديو غړي دوژنې په تور ديوتن دسپارلو غوښتنه رد کړه ، دمنځګړيتوب لپاره هلو ځلو دوام درلود.

دغه نښته دتوبو دقبيلي اوعربودقبيليو ترمنځ رامنځته شوې ده  اوداوربند په خاطر هلې ځلې دوام لري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته