نړۍ

په ليبيا کې دسعودي عربستان دسفارت د ودانۍ ځينې برخې وسوځيدې

رياض دعربستان خبري  آژانس باختر دمرغومي دمياشتې  ٨ :
دليبيا په پايتخت طرابلس کې دسعودي عربستان په سفارت کې اور ولګيد او  ځينې برخې يې وسوځيدې .
دعربستان رسمي خبري آژانس د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت د ويندوى له  خولې اعلام وکړ چې اور د سفارت په ګاراژ کې دبريښنا دشارتي له امله ولګيد.
د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت ويندوى څرګنده کړې ده چې د دغې اورلګيدنې له امله  دسفارت درې موټرونه سوځيدلي دي.
سعودي عربستان خپل يوه ډله مامورين د ليبيا له مسوولين سره دګډو تحقيقاتو لپاره طرابلس ته استولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته