په لویدیځ نورستان کې د ۶۰ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

کابل، د لیندۍ ۲۷مه، باختر
په نورستان ولایت کې د دوآب او منډول ولسوالیو ترمنځ د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۰ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې دي.
د نورستان د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس مولوي احسان الله احمد باختر آژانس ته وویل، یاد سړک ۶ متره پلنوالی لري او د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت بيا رغول کېږي، چې کارونه به یې په ۶ میاشتو کې بشپړ شي.
د سیمې اوسېدونکي د دې سړک د بیارغونې له پيلېدو خوښي څرګندوي او وایي، چې له دې وړاندې د سړک تنګوالی د تګ راتګ په برخه کې د خلکو لپاره لویې ستونزې رامنځته کړې وې.
د دوی په وینا، د سړک په بیارغېدو سره به د سیمې خلکو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شي او د ژوند په بېلابېلو برخو کې به مثبت بدلونونه رامنځته شي.
یاد سړک به نه یوازې د نورستان د دو آب او منډول ولسوالیو خلک، بلکې د سیمې نورو اوسېدونکو ته هم د تګ راتګ په برخه کې ډېرې آسانتیاوې رامنځته کړي.