کابل، د زمري ١٧مه، باختر
د لوګر د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولايت په څرخ ولسوالۍ کې د دوو شبکو د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولايت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس شیخ محمد قاسم راشد د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د لوګر د څرخ ولسوالۍ اړوند په قرا او کارتې خواجه غار سیمو کې د یونیسف نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د ۱۳ میلیونو افغانیو په لګښت د څښاک اوبو دوې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، چې پر مټ یې ۶۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.
نوموړي زیاته کړه، چې په یادو پروژو کې د دوو ژورو څاه ګانو کېندل، ٧٥ تختې سولرو لګول، دوې لویې د اوبو ذېرمې جوړول، د نږدې ١٣ زره متره په اوږدوالي د پایپ لاین غځول او کور په کو د ٣٨٤ نل لیکو نښلول شامل دي.
د یادونې وړ ده چې د دغه ولایت په یو شمېر نورو ولسوالیو کې د اوبو رسولو ورته ١٢ نورو شبکو چارې جریان لري چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
7 1 دقیقه لوستل