په لوګر کې ۹۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې
کابل، د سلواغې ۴مه، باختر
د لوګر د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د اوبو رسولو ۶ شبکو په جوړولو سره ۹۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
د یاد ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خوندیتوب (save the children ( ادارې په مالي ملاتړ د ۵ میلیونو ۶۵۰ زره افغانیو په لګښت د آزرې ولسوالۍ په سلیم خېل، چهار قلعه چوبي، جانو کنج راغه، توری خېل، صادق خېل او نغلک سیمو کې د اوبو رسولو ۶ شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
مسوولین وايي، چې په یاده پروژه کې ۶ لویې او وړې ذخیرې، څه باندې ۷ زره متره پایپ لینونه، او کور په کور نلکې نښلول شاملې دي.
یاده دې شي، چې په یاده پروژه کې د سیمې لسګونه تنو ته د ۶ میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې وه.