په لوګر کې ۱۱ ټنه تاریخ تېره توکي وسوځول شول

کابل، د لړم ۲۱مه، باختر 

د لوګر ولایت سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې د   ۱۱ ټنه تاریخ تېره خوراکي او غیر خوراکي توکو د سوځولو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس شبیر احمد صدیقي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې دغه توکي د پل علم ښار، برکی برک او محمدآغې ولسوالیو له یو شمېر هټیو او بازارونو څخه د ۳ میاشتو په بهیر را ټول کړل شوي وو چې نن د مسوولینو په شتون کې وسوځول شول.

دغه راز نوموړی ډاډ ورکوي، چې هېوادوالو ته د ښه او باکیفیته توکو وړاندې کولو برخه کې به له هېڅ راز هلو ځلو ډډه ونکړي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د محمدآغې ولسوالۍ ښاروالۍ له لوري، ۹ ټنه تاریخ تېره او بي کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي سوځول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته