ښوونه او روزنه

په لوګر کې یو لومړنی ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

پل علم / دمرغومي۲/باختر
په لوګر کې نن د کوچیانو لپاره د یو لومړني ښوونځي ودانۍ جوړه شوه.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب باختر آژانس ته وویل چې د میر علم خان صدیق خېلو لومړنی ښوونځی، د لوګر د مرکزد صدیق خېلو سیمې د کوچیانو د اوسیدونکو په غوښتنه او د پوهنې وزارت په منظورۍ نوی جوړ شوی دی.
هغه زیاته کړه ټاکل شوې ده په ۱۴۰۰هجري شمسی کال کې په دغه ښوونځي کې ٣٠٠ زده کوونکو ته د زده کړې زمینه برابره شي.
دعرب د څرګندونو له مخې، په لوګر کې کوچیانو ته د یوې دیني مدرسې په ګډون ۱۷ ښوونځي شته چې ۲۰۰ماشومان پکې په زده کړه بوخت دي.
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته