خبرونهټولنهښوونه او روزنه

په لوګر کې یوه موسسه ۲۳۸ سیمه ییز ټولګي جوړوي

کابل، د سلواغې ۴مه، باختر

د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین د دغه ولایت په لریو پرتو سیمو کې د(WYFA)   موسسې په همکارۍ ۲۳۸ سیمه ییز ټولګي د جوړولو خبر ورکوي.

د لوګر د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز د یادې موسسې د فعالیت پر پیلېدو خوښي وښوده او ترڅنګ یې د دغه موسسې مسؤلینو ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

د ویلو ده، چې یاده موسسه د لرو پرتو سیمو له زده کړو محرومو ماشومانو ته د زده کړو زمینې د برابرولو په برخه کې کار کوي او له زده کړو بې برخو ماشومانو د باسواده کولو په موخه  ۲۳۸ سیمه ییز ټولګي جوړوي.

د یادونې وړ ده چې اوس مهال په لوګر ولایت کې د مرستندویه موسسو په مالي لګښټ ګڼ شمېر سیمه ییز ټولګي فعالیت کوي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته