امنیت

په لوګر کې څه د پاڅه درې سوه کورنیو مرسته تر لاسه کړه

– پل علم/ د مرغومي / ۴/ یاختر د ملي دسترخوان د پروګرام له خوا د مرستې د ویشلو د بهیر په دوام په لوګر کې ٣٠٣ اړو کورنیو مرسته تر لاسه کړه .
د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ د باختر اژانس خبریال ته وویل چې تېره ورځ د لوګر په مرکز کې په څه د پاسه ٣٠٠ اړو کورنیو ته د څلور زره افغانیو په ارزښت د اړتیا وړخوراکي توکي اوړه ، غوړي او وریجې وویشل شول.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي دسترخوان پروګرام د مرستو ویشلو بهیر دوه اوونۍ مخکې د لوګر مرکز او د خوشي په ولسوالۍ کې پیل شوې چې د څه د پاسه دېرش زره اړو کورنیو سره مرسته وشي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته