په لوګر کې څلور طالبان د خپل ماین ښکار شول
کابل / د غويي ١۹مه / باختر
امنيتي مسوولين وايي چې څلور وسله وال طالبان په لوګر کې د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند ګل حيدر احمدي باختر آژانس ته خبر ورکړ: د قاري منصور ډلې کسانو نن سهار غوښتل يو بوشکه يي ماين د لوګر مرکز ته ولېږدوي چې ماين وچاودېد او ۴ طالبان ووژل شول او يو بل یې ټپي شو.
ختم-ج –ا