په لوګر کې پوځي مهمات نیول شوي

کابل، د غوایي ۲۸مه، باختر
د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ۲۲ مزایل او ۱۰۰ متره ثانیه سوز کشف او نیولي دي.
د ۲۰۳ منصوري قول اردو څلورمې پلی لوا مسوولینو باختر آژانس ته وویل چې د څلورم پلې لوا د درېیم کنډک د کشف استخباراتو منسوبینو د لوګر محمدآغې ولسوالۍ سرخاب سیمه کې د کشفي راپور پر اساس ۲۲ فیره مزایل او ۱۰۰ متره ثانیه سوز کشف او نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم لوګر کې د کشفي راپورونو پر اساس یو شمېر وسلې کشف او نیول شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته