امنیت

په لوګر کې پنځه طالبان ووژل شول .

کابل باختر د غبرګولي  درې ويشتمه :
  پنځه تنه  وسله وال طالبان په تيرو ٢٤ ساعتو کې  په لوګر ولايت کې وژل شوي دي
پنځه تنه وسله وال طالبان دلوګر ولايت په څرخ ولسوالۍ کې په بيلابيلو عملياتو کې ووژل شول
دلوګر دوالي وياند سليم صالح باختراژانس ته خبر ورکړ: دغه عمليات  دافغان ګډ و امنيتي ځواکونو له خوا ددغه ولايت دڅرخ ولسوالۍ دشاه ولي کلا په سيمه کې  دوسله والو طالبانوله شتون څخه ددغې ولسوالۍ دپاکولو لپاره پيل شوي چې په پاى کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوشمير نور ټپيان شول .
ديوبل خبر له مخې دعصمت الله په نامه دطالبانو يو نامتو قوماندان له دريو تنو همکارانو سره يې تيره شپه دننګرهار په مربوطاتو کې په هوايي بريد کې ووژل شو چې ويل کيږي دغه قوماندان دلوګر دبره کي برک ولسوالۍ اوسيدونکى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته