په لوګر کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول
پل علم باختردکب دمياشتې٢٦ نيټه :
تيره شپه د لوګرولايت په بره کې برک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ډلې ديوه سرګروپ په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د لوګرد والي وياند سليم صالح باخترآژانس ته وويل ؛ دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت دبره کي برک ولسوالۍ په شاه مزار کلي کې ووژل شول.
په وژل شويو کسانو کې د وسله والو طالبانو د ډلې يو سرګروپ په عثمان مشهور ذبيح الله هم شامل دى.
صالح وويل ؛ امنيتي منسوبانو نن سهار يو ماين چې د وسله والو ډاراچوونکوله خوا د بره کي برک ولسوالۍ په لويه لاره کې ځاى پرځاى کړاى شوي و،کشف اوشنډکړ. پاى ذکرالله