په لوګر کې ١١٨ ښوونځي ودانۍ نلري

پل علم باختر دوري دمياشتې ٥ نيټه :
د لوګر ولايت په کچه ١١٨ ښوونځي اوس هم ودانۍنلري.
دغه ټکى دلوګر ولايت دپوهنې رئيس پرون په پل علم ښارکې  د نوي تعليمي کال دپيل په مراسمو کې څرګند کړ.
دباخترآژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ؛ دغه  غونډه چې د دولتي منسوبينو، قومي مشرانو ،. ديني عالمانو او د ښوونځيو دښوونکو او زده کوونکو په ګډون  جوړه شوه ، د لوګر ولايت د پوهنې رئيس عبدالوکيل کليوال وويل ؛ چې اوس  په ټول  لوګر کې  ٣١٨ ښوونځي او  تعليمي مرکزونه فعاليت کوي  خو  ١١٨ ښوونځي يې لا هم   ودانۍ نلري.
ده زياته کړه  ټول ښوونځي  د زده کوونکو پرمخ پرانستي دي  او د روان  کال په بهير کې به په دغه ولايت کې  ديرشو ښوونځيوته چې ودانۍ نلري  نوې ودانۍ  جوړې شي.
کليول زياته کړه سږ کال   داوو  زرو تنو  نجونوپه ګډون  اووه ويشت زره تنه زده کوونکي د لوګر ولايت په ښوونځيو کې جذبيږي.
دلوګر والي محمدانورخان اسحق زي په دې  غونډه کې د لوګر ولايت له ټولو خلکو څخه وغوښتل چې خپل بچيان  دې دزده کړې په مقصد ښوونځيو ته واستوي.
پاى  ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته