کابل – باختر دکب دمياشتې ٣
د لوګر ولايت دمحمد آغۍ په ولسوالۍ کې د يوه جومات ملا امام تيره شپه دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا شهيد کړى شو.
د لوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال عبدالولي توپان دباختر آژانس خبريال ته وويل : دمحمد آغې په ولسوالۍ پورې ديوه اړونده کلي دجامع جومات ملا امام جومات ته څيرمه د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا دتومانچې په ډزو سره ووژل شو.
خبرځاى زياته کړه دقضيې په اړوند څوک نه دى نيول شوي او پيښه څيړل کيږي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ