په لوګر کې يوويشت کېلوګرامه چاوديدونکې توکې دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلل
کابل- باختر دتلې شپږويشتمه
دلوګر ولايت په مربوطاتو کې په يو کور کې يوويشت کېلوګرامه چاوديدونکې توکې دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلل.
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ ترلاسه مواد دترورستيانو له خوا د ورانکارو او ترورستي بريدونو دترسره کولو لپاره دمحمد آغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې داستوګنې په يو کور کې پټ کړي شوى و چې دملي اردو دځواکونو له خوا کشف او ترلاسه شول.
ديوبل خبر له مخې : دملي اردو ځواکونو دځينو ولايتونو په مربوطاتو کې پنځه ماينونه کشف او شنډکړل.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتى دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ ترلاسه شوى ماينونه دوسله والو مخالفينو له خوا دترورستي او ورانکارو فعاليتونو دترسره کولو په مقصد دقندهار ،فراه او دهلمنددولايتونو په مربوطاتو کې ښخ کړى شوي وو چې دملي اردو ځواکونو له خوا کشف او شنډکړى شول.