کابل باختر دثور اووه ويشتمه :
دلوګر ولايت يوه اوسيدونکې دخپل شخصي ملکيت يونيم جريبه ځمکه نن ددغه ولايت دپوهنې رياست په واک کې ورکړه .
دلوګر ولايت دپوهنې رياست وياند محمد شاپورعرب دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پونپال شخص دغه ځمکه دلوګر ولايت په مرکز پورې اړوند د قلين په کلي کې دمعين خيلو دمنځني ښوونځي دودانۍ دجوړولو لپاره دپوهنې رياست په واک کې ورکړې ده .
عرب زياته کړه چې همدا اوس ددغه ښوونځي دنجونو او هلکانو په ګډون څلور سوه تنه زده کوونکي په دوو وختونوکې په پرانستې فضا کې زده کړه کوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ