امنیت

په لوګر کې يوشمېر کورنيو مرستې ترلاسه کړې

کابل / دليندى ١٢مه /باختر
د لوګر د کرنې اوبولګولو او له طبيعي پېښوسره د مبارزې رياستونو په دغه ولايت کې له ٦٣ سېلاو ځپلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه .
د لوګر د والي وياند ديدار احمد لونګ د باختراژانس خبريال ته وويل چې په هرې کورنى درې بورۍ غنم ، يوه بورۍ اوړه، يوه اندازه غوړي ، مکروني اوشېدې ويشل شوي دي.
د لوګر والي محمد اجمل شاهپور د دغو مرستو د ويشلو په وخت کې له اړو کورنيو سره د زياتو مرستو ژمنه وکړه .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته