کابل باختر د کب دمياشتې ٩ :
د لوګر ولايت دپوهنې رياست د ١٣٩٦نوي تعليمي کال لپاره څه د پاسه ديرش زره تنه نوي زده کوونکي مني .
د لوګر د پوهنې رياست وياند شاهپور عرب باخترآژانس ته وويل ؛
په نوي تعليمي کال کې په ٣٠٧ تعليمي مرکزونو کې په عمومي ، اسلامي
، تخنيکي ، مسلکي ، پوهنې او دحياتي سواد د زده کړې په برخو کې يو ديرش زره اووه سوه پنځوس تنه جذب کړي .
ده زياته کړه همدا اوس په دغو څانګو کې د زده کوونکو دشموليت لپاره نوم ليکنه پيل شوې ده.
د لوګر ولايت د پوهنې رهبري له ټولو کورنيو څخه غواړي ترڅو خپلو ماشومانوته اجازه ورکړي چې دپوهې او زده کړې له لارې خپل راتلوونکى ژوند تضمين کړي.
0 1 دقیقه لوستل