په لوګر کې نږدې ۷۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه
کابل، د سلواغې ۲۵ مه، باختر
د لوګر د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د مرکز په ګډون په دوو ولسوالیو کې د یوشمېر پروژو په پلي کېدو سره ۶۹۵ کسانو ته د کارزمینه برابره شوې ده.
د لوګر د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نایب خېل د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې دغه پروژې د یاد ولایت په مرکز، محمداغې او خروار ولسوالیو کې پلي شوي چې پکې د اوبو حوضونو، د اوبو د کوچنیو بندونو، د استنادي او محافظوي دېوالونوجوړول شامل دي چې پکې ۶۹۵ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د یادونې وړده، چې يادې پروژې پنځه مياشتې وړاندې د خوړو نړيوال سازمان په مالي ملاتړ او د بقا بشري قواوو HRDA موسسې په تخنيکي همکارۍ د نغدو پيسو په بدل کې د کاري شتمنيو د رامنځته کولو د پروګرام له خوا پيل شوې دي چې هر کارګر ته د مياشتې ٦٤٠٠ افغانۍ معاش ورکول کېږي.