په لوګر کې له لینکن ښوونیز مرکز څخه ۱۰۰ زده کوونکو فراغت لیکونه ترلاسه کړل
کابل/ د کب ٥مه / باختر
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د لینکن کمپیوټر له ښوونیز مرکز څخه ۱۰۰ زده کوونکو فراغت لیکونه ترلاسه کړل.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو د همغږۍ مسوول نقيب احمد اکبري وايي چې له یاد وړیا کورس څخه سل زده کوونکي له درې نیمو میاشتو زده کړې وروسته فارغ شول.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس رفيع الله صميم وويل، چې د لوګر په لینکن ښوونیز مرکز کې ځوانانو او محصلينو ته د زده کړې زمينه برابره شوې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ رييس په راتلونکي پسرلي کې د نورو ښوونيزو پروګرامونو د پيل خبر هم ورکړ.
په دې مراسمو کې د لوګر د امر باالمعروف او نهي عن المنکر رياست يو کارکوونکي مولوي محمد یوسف رحماني وویل چې ځوان نسل د زده کړې پر مټ په هېواد کې مثبت بدلون راولي. هغه د ځوانانو دنده د علم زده کړه او امرباالمعروف او نهي عن المنکر ته بلنه وبلله.
د يادونې وړ ده، چې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لینکن ښوونيز مرکز د انګليسي، کمپيوټر، علمي سيمينارونو او لنډ مهاله زده کړو په برخو کې فعاليت کوي چې اوسمهال لسګونه ځوانان پکې په زده کړو بوخت دي.
\ ذ