په لوګر کې شپیتو سرتېرو روزنیزه دوره تېره کړه
پل علم / دغبر ګولي / ۲۵/ باختر
په لوګر کې پرون شپیته تنه سرتیري د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ په تعلیمي مرکز کې له روزنیزې دورې وروسته د فراغت سندونه تر لاسه کړل .
دغه روزنیز پروګرام په پل علم ښار کې جوړ شوی و او شپیتو تنو سرتېرو د مسلکي او پوځي تعلیماتو په زده کړې سره خپل د فراغت سندونه تر لاسه کړل .
د دغه ولایت امنیه قوماندان سمونوال شفیق الله سهار دغه روزنیزه دوره سرتېرو ته ګټوره وبلله او ویی ویل چې تاسو د دغې خاوری ریښتني بچیان یاست چې د خلکو د نوامیسو د ارزښت د دفاع په مقصد خپل ځان سنګر ته چمتو کړي .
هغه زیاته کړه چې د دغه ولایت ملکي او پوځي رهبري تل د سر تېرو تر څنګ ده او یو ځای د دښمن په وړاندې جنګېږي .
ده د دغه پروګرام له فارغانو وغوښتل هغه څه چې یی زده کړي د ښار او ښاریانو د امنیت د تامینولو په لاره کې استفاده وکړي .
پای / سعیده