په لوګر کې شاوخوا ۱۷۰۰ تنوترمنځ د سیرت النبي(ص) سیالي پرلاره واچول شوه
کابل، د سلواغې ۲۷مه، باختر
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د ارواښاد حاجي منګل احمدزي علمي او ښوونیز مرکز په ګډه همکارۍ د ولایت په کچه شاوخوا ۱۷۰۰ تنه زده کوونکو، د دیني مدرسو طالب العلمانو، زده کړیالانو او ځوانانو ترمنځ د سیرت النبي (ص) سیالي پرلاره واچول شوه
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیع الله صمیم باختر آژانس ته وویل دغه سیالي چې د دیني او عصري علومو په برخو کې د ځوانانو او زده کوونکو د مالوماتو زیاتوالي، مطالعې دود غښتلي کول او د ځوان نسل فکري رغښت یې اصلي موخې دي، په پوره شفافیت سره پرلاره واچول شوه، چې په کې د دې ولایت د مرکز په ګډون د ولسوالیو څخه شاوخوا ۱۷۰۰ تنه ځوانانو او زده کوونکو ګډون کړی دی.
دغه ډول د پکتیا ولایت مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین د ځوان نسل لپاره د عملي پروګرامونو برخه کې د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې او زحمتونه د ستاینې وړ وبلل او له ځوانانو یې غوښتنه وکړه، چې دا ډول علمي سیالیو کې ګډون ته دوام ورکړي.
همداراز د لوګر د علماو د شورا مرستیال مولوي خان محمد منصور وویل؛ ډېر د خوشحالۍ ځای دی، چې نن په ډېر شمېر ځوانانو د یو بل سره د سیرت د مطالعې او زده کړې په برخه کې له یو بل سره سیالي کوي، نوموړي د اطلاعاتو او کلتور ریاست پر مسؤلینو غږ وکړ، چې دا ډول برنامې دې دوامداره وساتي.
ورته مهال محمد خالد، محمد میرویس او مصباح الله، د یادې سیالي درې تنه ګډونوالو د ځوانانو لپاره د علمي او فکري پروګرامونو برخه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسوولینو له هڅو مننه وکړه، چې داسې یو ستره سیالۍ یې ورته پرلاره اچولې ده.
د یادونې وړ ده، چې د دغه سیالۍ پنځوس تنه بریالي او مخکښو ګډونوالو لپاره د کمپیوټر ترڅنګ، قلمي قرآن شریفونه، مبایلونه، کتابونه او د لومړی مقام ګټونکي ته عمرې حج ته تګ په نظر کې نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په شاوخوا تېرو دوو کلونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د لوګر په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د سیرت النبي(ص) فکري روزنې، فکري جګړې او نورو برخو کې زرګونو تنوځوانانو، زده کوونکو او زده کړیالانو لپاره ۱۶ نورې علمي سیالۍ هم پر لاره اچول شوې دي.