خبرونهTOPښوونه او روزنه

په لوګر کې د  ۷۲ میلیونه افغانیو په لګښت ٦ ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي

کابل، د غبرګولي ۲۰مه، باختر 

د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په لګښت شپږو ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي.

د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالرحمن حمیدي د باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په مرکز پل علم  او محمدآغې ولسوالۍ کې د یونیسف په مالي ملاتړ د  ۷۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ٦ ښوونځیو د ودانیو رغولو چارې نن پیل شوې دي.

د نوموړي په خبره د دغو ودانیو په جوړېدو سره به شاوخوا ۱۰ زره  زده کوونکو ته د زده کړو منظم چاپېریال برابر شي. 

د یادونې وړده، چې د لوګر د پوهنې ریاست دا مهال په مرکز او ولسوالیو کې  ټول ټال ۲۸۲ ښوونځي لري، چې ۸۲ ښوونځي یې لاهم ودانۍ نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته